د امريکا مرکزي قوماندانۍ د اګست په ۲۳مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د سوريې په ديرالزور کې د ايران د اسلامي انقلابي ګارد مليشاوو پر بنسټيزو تأسيساتو هوايي بريدونه کړي دي.
په اعلاميې کې راغلي، چې ولسمشر جوبايډن امريکايي ځواکونو ته د يادو بريدونو امر کړی و
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اګست په ۲۴مه نېټه د امريکا دغه بريدونه ترهګريز او تېري کوونکي بللي دي او ويلي يې دي، چې امريکا د سوريې پر ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو پر بشپړتيا ښکاره تېری کړی دی.
(غاټول)