چين: مونږ به هيچا ته اجازه ورنه کړو، چې نړۍ يو ځل بیا سړې جګړې ته ورټېل وهي
CMG2022/08/25 14:57:30
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اګست په ۲۴مه نېټه د اوکراين مسئلې په هکله د امنیت شورا په يوې علنۍ غونډې کې وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې وويل، چې چين به هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې نړۍ نوې سړې جګړې ته داخله کړي.

د اوکراين له بحران او يو لړ نړيوالو شخړو څخه ښکاري، چې بېلا بېل هېوادونه په اوسنۍ زمانې کې پيوستون او همکاريو ته اړتيا لري.

نوموړي وويل، مونږ بايد د هغو دسيسو پر وړاندې محتاط واوسو، چې د هېوادونو ترمنځ لمسونکې کړنې او بېلتون او مقاومت راپورته کوي او د دې ترڅنګ مونږ باید نړيوال ستراتيژيک ثبات هم وساتو او هيچا ته په هیڅ صورت اجازه ور نه کړو، چې نړۍ يو ځل بیا سړې جګړې ته ورټېل وهي.
جانګ جون زياته کړه، چې هیچا ته د سړې جګړې افکار او ډله ييز مقاومت د منلو وړ نه دي او هيڅ هېواد يو له بل څخه د اړيکو پرېکون نه غواړي او د دوه ګونو معيارونو تګلاره ورته د منلو نه ده.