رئيس شي جين پينګ د کوريا جمهوريت ولسمشر یون سیوک یوول ته د مبارکۍ پيغام ليږلی
CMG2022/08/25 11:20:33
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اګست په ۲۴مه نېټه د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړیکو د ټينګېدو د ۳۰مې کاليزې په مناسبت ولسمشر یون سیوک یوول ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

 شي جين پینګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د چین او کوريا جمهوريت د خلکو ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري. د دواړو هېوادونو راشې درشې د ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګېدو د ۳۰ کلونو په بهیر کې هر اړخيز پرمختګ موندلی او له ډېرو لاسته راوړنو يې د دواړه هېوادونو خلک برخمن شوي او د سيمه يیزې او نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې ډېر مهم خدمتونه کړي دي.

 د کوريا جمهوريت ولسمشر یون سیوک یوول هم د يادې کاليزې په پار رئیس شي جين پينګ ته د مبارکۍ پيغام لیږلی دی.

  نوموړي په خپل پيغام کې هيله څرګنده کړې، چې د کوريا جمهوریت او چين ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کاليزې د نمانځنې په مناسبت د اړوندو فعاليتونو په تر سره کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظريو تبادلې او همکارۍ لا پياوړې او د خلکو ترمنځ يې دوستي لا ټينګه شي.

 

(غاټول)