د چين د ۲۰۲۲م کال د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون به د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې د ملي کنفرانس په مرکز او د بېجينګ د شوګانګ په پارک کې تر سره شي.
د دغه نندارتون عمده منځپانګه به په ((د خدمتي همکارۍ پراختيا ته وده ورکول، زرغون نوښت او راتلونکی)) ورټوله وي.
په دغه ننداتون کې به د يادو موضوعاتو په اړه ۶ ډوله فعاليتونه تر سره شي.
په دغه نندارتون کې به د چين د خدمتي سوداګرۍ لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شي، چې پکې به د چين د ولايتونو او ښارونو نندارې او د هېوادونو نندارې هم شاملې وي.
سر بېره پر دې، په ياد نندارتون کې به د چاپيريال د خدمتونو، مالي خدمتونو، د ښوونيزو خدمتونو، د روغتيا او طبي خدمتونو په شمول ۹ ځانګړې نندارې هم وړاندې شي.
(مينه)