د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په دې وروستیو کې د سختو سیلابونو له امله څه باندې ۷۰۰ تنه وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپيان شوي او شاوخوا ۳۰۰ زره کسان بې کوره شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اګست په ۲۴مه نېټه وویل، چې هېواد يې له پاکستان سره د اقتصادي دهلیز پروژو د ټولنې او خلکو ژوند تر همکاريز چوکاټ لاندې سیلاب ځپلو پاکستانیانو ته د ۴ زره کېږدیو او۵۰ زره کمپلو په شمول ګڼ شمېر مرستندویه توکي برابر کړي او سيلاب ځپلو ته يې ورليږلي دي.
د چين حکومت په پام کې لري، چې د ۲۵ زرو کېږديو په شمول نور زیاتې مرستندویه توکي هم راټول کړي او ډېر ژر به يې سيلاب ځپلو پاکستانیانو ته وليږي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویبپاڼې د خبر له مخې، وياند يې په پاکستان کې د سیلابونو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې چین د پاکستان په زیاتو سیمو کې د سيلابونو ځپلو ته ډېره پاملرنه کوي، پر وژل شویو کسانو خواشیني څرګندوي او د دوی کورنیو، ټپيانو او ناورین ځپلو کسانو ته د همدردۍ مراتب وړاندې کوي.
(هیله)