د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اګست په ۲۴مه نېټه ويلي، چې هېواد يې په همدې ورځ هغه وړانديز ته د امريکا ځواب تر لاسه کړی، چې ايران غواړي د اټومي تړون د بيا پلې کېدو په مذاکراتو کې پاتې مسئلې حل کړي.
د ایران د بهرنيو وزارت پر خپلې ويبپاڼې د ناصر کنعاني په قول ويلي، چې امريکا د اروپايي ټولنې له لارې، چې د يادو مذاکراتو د همغږۍ دنده پر غاړه لري، ايران ته ياد ځواب سپارلی دی.
کنعاني ويلي، چې د ایران حکومت د امريکې ځوابي پيغام په ځير څيړي او تر مشورو او څېړنو وروسته به د اروپايي ټولنې همغږي کوونکي ته خپل نظر وړاندې کړي.
(غاټول)