د ترهګرۍ ضد مبارزه او که د زورواکۍ او تسلط غوښتنه؟
CMG2022/08/25 10:37:33
شريکول:

والسټریټ ورځپاڼې د اګست په ۱۵مه نېټه خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو د روانې میاشتې په لومړیو کې له مالوماتو ورکولو پرته په کابل کې د بېپېلوټه الوتکې بريد وکړ او ولسمشر جوبايډن وروسته ادعا وکړه، چې ځواکونو يې په کابل کې د القاعدې مشر ايمن الظواهري وژلی دی. د امريکې حکومت پرېکړه کړې، چې د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوي ۷ میلیارډه ډالره به خوشي نه کړي.

افغانانو د هېواد په ډېرو سيمو کې لاريونونه وکړل، هر ځای یې د امريکا ضد بينرونه پورته او غږ یې پرې وکړ، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي.

افغانان د امریکايي ډرون په اړه ډېرې بدې خاطرې لري  

د بریتانیا د یو څېړنیز ارګان شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکايي ځواکونو د بمباریو له امله لږ تر لږه ۲۲ زره بې ګناه ملکي افغانان وژل شوي دي.

امريکايي ځواکونه د تېر کال د اګست په ۲۹مه نېټه له کابل څخه په تېښته ووتل او د ناسمو مالوماتو پر اساس يې په کابل کې د ډرون بريد وکړ، چې له امله يې د يوې کورنۍ د ۷ ماشومانو په شمول ۱۰ کسان ووژل شول.

د امریکا حکومت وروسته دا يو ناسم بريد وباله، خو خپل ځواکونه يې پړه ونه بلل.

د امریکايي ځواکونو د غلطو او ناسمو بریدونو له امله ګڼ شمېر افغانان وژل شوي، خو چا ترې بښنه نه ده غوښتې او نه یې هم چا پړه پرغاړه اخيستې ده او نه هم امريکې د وژل شويو کسانو د کورنيو غړيو ته د جبران ورکولو ژمنه پوره کړې ده.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو کال واوښت

د جوبایډن حکومت د ترهګرۍ ضد د مبارزې تش په نوم بریالیتوب اعلان کړی او موخه يې دا ده، چې د امریکا د راتلونکي نومبر د منځنيو ټاکنو لپاره کمپاین وکړي او زياتې رایې خپلې کړي.

جو بايډن نړۍ ته هم دا وښوده، چې امريکايي ځواکونه هر وخت د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کولی شي.

د امریکې بېپېلوټه الوتکې په ډېرې تېزۍ په کابل کې بريد وکړ او ترې ښکاري، چې امريکا  د افغانستان په اړه پوره مالومات لري، خو په دغه هېواد کې يې بیا د بشري حقونو سخت حالات له پامه غورځولي دي.

امریکې د خپلې سیاسي موخې د پوره کولو لپاره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد شل کلنه مبارزه وکړه، خو ترهګري يې ختمه نه کړه، بلکې برعکس په دغه هېواد کې د ترهګریزو ډلو شمېر نور هم ډېر شوی دی.

امریکايي ځواکونه تېر کال په نامسئولانه او چټکه توګه له افغانستانه ووتل او دغه هېواد يې د سترو لويو ګواښونو په څنډې پرېښود.

 د امریکا حکومت په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې ناکامي نه مني او د خپل مخ د پټولو لپاره يې بېلا بېل تدبیرونه نیولي دي.

امريکايي ځواکونو بې ګناه افغانان ووژل، خو له چا يې حتی بښنه هم نه ده غوښتې.

امريکې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سره د افغانستان بانک شتمنۍ نه خوشي کوي او د دغه هېواد د اقتصاد د بیارغونې هیلې يې مړاوې کړې دي.

همدا کړنې د امريکې د زورواکۍ او تسلط ښکارندويي کوي.