احمد تمیم په کابل ښار کې د جامو ګنډلو دوکان یا خیاطي لري
CMG2022/08/25 16:11:46
شريکول:

احمد تمیم په کابل ښار کې د جامو ګنډلو دوکان یا خیاطي لري. دی وایي په اخترونو کې یې کاروبار خورا زیات وي، خو په نورو عادي ورځو کې بیا ور باندې دومره ګڼه ګوڼه نه وي. دی وایي له ډېر کوچنوالي څخه یې د جامو ګنډلو کسب زده کړی دی.