په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۸۵۰۸۶۸۶۱ ته رسېدلی
CMG2022/08/25 11:02:18
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۱۱مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۱مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۹۰۵ زره او ۹۷۹ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۸۵ ميليونه، ۸۶ زره او ۸۶۱ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۲۵۷۲ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي کسانو شمېر یې ۶ ميليونه، ۴۲۲ زره او ۹۱۴ ته رسېدلی دی.

(مينه)