وانګ يي د چين او کوريا جمهوريت د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کاليزې د نمانځنې په مېلمستيا کې ګډون وکړ
CMG2022/08/25 11:19:34
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د سياسي اړيکو د ټېنګېډو د ۳۰مې کالیزې د نمانځنې په مېلمستيا کې ګډون وکړ.

وانګ يي د کوريا جمهوريت ولسمشر یون سیوک یوول ته د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د مبارکۍ پيغام ولوست او ويې ويل، چې رئيس شي جين پينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو دېرش کلن بهیر ته ځغلنده کتنه کړې او د متقابل درناوي او باور په شمول څلور ارزښتناکې تجربې يې ترې راغونډې کړې دي او دغو تجربو د دواړو هېوادونو د اړيکو د دايمي پرمختګ لپاره بنسټيزه لاره روښانه کړې او په اوسنۍ زمانې کې يې اهميت ډېر څرګند دی.

په چين کې د کوريا جمهوريت سفير د چين د دولت رئیس شي جين پینګ ته د ولسمشر یون سیوک يوول د مبارکۍ پيغام ولوست او ويې ویل، چې د کوريا جمهوريت نوی حکومت به د متقابل درناوي پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو پياوړتيا ته ادامه ورکړي، څو د دواړو هېوادونو ګډې ګټې ډېرې او د همکاريو نوی پړاو يې پيل شي.