د تايلنډ د اساسي قانون محکمې د لومړي وزير پرایوت چان اوچا واک وځنډاوه
CMG2022/08/25 11:16:06
شريکول:

د تايلنډ د اساسي قانون محکمې د اګست په ۲۴مه نېټه اعلان کړی، چې د لومړی وزير پرایوت چان اوچا واک یې د دغې محکمې تر راتلونکې پرېکړې پورې ځنډولی دی.

د تايلنډ د لومړي وزير وياند انوچا په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې پرايوت د اساسي قانون محکمې پرېکړې ته درناوی لري او د دغې محکمې تر راتلونکې پرېکړې به د صدراعظمۍ چارې ودروي، خو د هېواد د دفاع وزير په توګه  به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د انوچا په وينا، د تایلنډ مرستيال صدراعظم به د هېواد د لنډمهاله لومړي وزير په توګه چارې پر مخ یوسي، څو د حکومتي ادارو کارونه په سمه توګه پرمخ لاړ شي.

(غاټول)