د فنلنډ حکومت د اګست په ۲۵مه نېټه اعلان کړی، چې هېواد به يې په را روان مني او ژمي کې د ((يوې درجې کمولو)) په عنوان د انرژۍ سپمولو ملي فعاليت پیل کړي او ټول خلک به د انرژۍ سپمولو ته وهڅوي.
د فنلنډ د اقتصاد او کارموندنې وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په هېواد کې به يې د انرژۍ د سپمولو ملي فعاليت د روان کال د اکتوبر په لسمه نېټه پيل شي.
په فنلنډ کې د اکتوبر په لومړۍ لسیزې کې هوا په سړېدو شي او همدغه وخت حکومت استوګنيځو سيمو ته د انرژۍ لېږدول پېل کړي.
د فنلنډ د انرژۍ سپمولو په ياد ملي فعاليت کې لږ موټر چلول، ډېر پيدل ګرځېدل، بایسيکل چلول، د کور دننه د تودوخي حرارت ټيټول او د حمام وخت کمول شامل دي.
د فنلنډ حکومت په پام کې لري، چې په ياد فعاليت کې يې د هېواد لږ تر لږه ۷۵ سلنه خلک برخه واخلي.
ياد وزارت ويلي، چې د روسیې او اوکراین شخړې د اروپا د انرژۍ وضعیت چورلټ بدل کړی دی.
(ژباړه: شکريه)