شمالي مقدونیا د برېښنا د کمښت بېړنی حالت اعلان کړی
CMG2022/08/26 10:32:39
شريکول:

د شمالي مقدونیې حکومت د اګست په ۲۵ مه په ټول هېواد کې د يوې مياشتې لپاره د برېښنا د کمښت بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د شمالي مقدونيا حکومت په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې په هېواد کې به یې د برېښنا د کمښت بېړنی حالت د سپتمبر په لومړۍ نیټې پېل شي او پوره يوه مياشت به دوام ولري.

اعلاميه وايي، چې حکومت د برېښنا کمښت او د بازار خرابو شرايطو ته په کتو پرېکړه کړې، چې په سپتمبر کې به په ټول هېواد کې د برېښنا د کمښت بيړنی حالت اعلان او پلی کړي.

اعلاميه زياتوي، چې حکومت په بازار کې د ګازو، تېلو، سکرو او د نورو سون توکو د کمښت له امله پرېکړه کړې، چې په يادې مودې کې د پلازمینې سکپري په سیمه کې د سون توکو د کمښت بېړنی حالت هم اعلان او پلی کړي.

(ژباړه: شکريه)