بېجینګ: د چین او هند په سرحدي مسئلې کې د بل هېواد له مداخلې سره مخالفت کوو
CMG2022/08/26 14:55:33
شريکول:

د چین د دفاع وزارت د اګست په ۲۵مه نېټه یوه خبري ناسته ترسره کړې ده.

يو خبريال د يادې خبري ناستې په ترڅ کې دا وويل، د راپورونو له مخې د امریکې او هند ځانګړو ځواکونو د هیمالایا غرونو په جنوب کې د چين او هند سرحد ته نژدې ځای کې شل ورځنی ګډ تمرین پيل کړی او پلان لري، چې په راتلونکي اکتوبر کې د جنګي تمرین په نوم ګډ پوځي تمرین ترسره کړي. چين په دې اړه څه نظر لري؟

د چین د دفاع وزارت ویاند تان که فې وویل، چې چين د امريکې او هند د ځانګړو ځواکونو ياد تمرين ته پاملرنه کوي او اړوند حالت څاري.

نوموړي وويل، چې چین تل پر دې ټينګار لري، چې د کومو هېوادونو پوځي همکارۍ په تېره بیا پوځي تمرین باید د درېيمې خوا پر وړاندې ترسره نه شي او باید د سیمې سوله او ثبات په پام کې ونيول شي.

تان که فې زياته کړه، چې چین او هند سرحدي مسئله لري او دواړو خواوو د بېلا بېلو کچو تبادلې ساتلي او موافقه يې کړې، چې د ډیالوګ له لارې به دا مسئله حل کړي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي چې درېيمه خوا په دغې مسئلې کې لاسوهنه وکړي.

 (هیله)