د اوکراین د برېښنا ملي شبکې سره د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ اړيکې پرې شوي
CMG2022/08/26 10:54:49
شريکول:

د اوکراین د اټومي برېښنا ملي شرکت د اګست په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، چې د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ ته نږدې سيمې کې د اورلګېدنې له امله، د دغه هېواد د برېښنا له ملي شبکې سره د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ اړيکې غوڅې شوې دي.

 د روسيې د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د روسيې دفاع وزير سيرګي شویګو د فرانسې له دفاع وزير سيباسين لي کوګني سره د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ د وضعيت په اړه ټليفوني خبرې کړي او د اوکراین د پوځي کړنو په اړه يې ورته څېړنيز مالومات ورکړي او ويلي يې دي، چې د اوکراين پوځي کړنې ښايي د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ خونديتوب ته زیانونه ورسوي.

شويګو په دغو ټلیفوني خبرو کې د زاپورژيا اټومي برېښنا کوټ ته د انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د کارکوونکو د سفر پر اهمیت ټینګار کړی او ژمنه يې کړې، چې روسیه به د یادې ايجنسۍ د کارپوهانو د سفر لپاره لازمې مرستې برابرې کړي.

 (ژباړه: شکريه)