د چين د ازادې سوداګرۍ ۶ ازمايښتي سيمې ۳ کلنې شوې
CMG2022/08/26 11:15:02
شريکول:

چين د ۲۰۱۹م کال په اګست کې د شانګهای د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمې د لين ګانګ برخه او د شان دونګ، جيانګ سو، ګوانګ شي، هه بې، يون نان او هې لونګ جيانګ د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمې جوړې کړې دي.

د ازادې سوداګرۍ د يادو سيمو پر جوړونې درې کاله اوښتي او ډېرې لاسته راوړنې لري.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جيو تينګ د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې اوس په ۷ سيمو کې ټاکل شوې ۷۱۳ موخې پوره شوي دي.

نوموړې زياته کړه، چې له تېرو ۳ کلونو راهيسې د شانګهای د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمې د لين ګانګ برخه او د شان دونګ په شمول د ازادې سوداګرۍ ۶ ازمايښتي سيمو د نوښت يو لړ لاسته راوړنې لري او د سوداګرۍ چاپيريال يې ښه شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د شانګهای د ازادې سوداګرۍ ازمايښتي سيمې د لين ګانګ برخه کې د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې ۷ ميليارډه يوانه بهرنۍ پانګه کارول شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۵۰ سلنه زياتوالی ښيي. 

په دغه موده کې د شانګ دونګ په شمول د ازادې سوداګرۍ د ۵ ازمايښتي سيمو د بهرنۍ سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو شمېر د تېر کال د همدې مودې د شمېر په پرتله ۱۷.۱ سلنه زيات شوی او د ټول هېواد په سوداګرۍ کې يې ۷.۷ سلنه ځای نيولی دی.

دغه راز په همدې موده کې د ازادې سوداګرۍ په يادو سيمو کې کارول شوې بهرنۍ پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳.۵سلنه زياتې شوې او په ټول هېواد کې د بهرنۍ پانګونې په شمېر کې يې ۶.۱ سلنه ځای نيولی دی.

(مينه)