د اسرائیل په توغنديز برید کې دوه سوریايي وګړي ټپيان شوي
CMG2022/08/26 11:00:14
شريکول:

د سوریې ځواکونو د اګست په ۲۵مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائیلي پوځ د همدې نېټې د ماښام په ۷ بجو او ۱۵ دقیقو د سوریې د حماه او ترتوس ایالتونو پر مرکزي ښارونو او شاوخوا سیمو د توغندیو بریدونه کړي دي.

اعلاميه وايي، چې د سوریې د هوايي دفاع سیسټم د اسرائيل له لوري توغول شوي زیاتره توغندي په هوا کې شنډ کړي، خو ځيني يې پر ځمکې لګیدلي، چې له امله یې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي او ځيني تجهیزات يې ويجاړ کړي دي.

په اعلاميې کې د برید مشخص ځایونه نه دي په ګوته شوي.

  (هیله)