په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۹۶۱۱۹۵۰۵ ته رسېدلی
CMG2022/08/26 10:18:04
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۲۵مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۲۵مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۵۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۸۲۹ زره او ۱۶۳ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۹۶ ميليونه، ۱۱۹ زره او ۵۰۵ ته رسېدلی دی. 

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۲۵۶۴ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي کسانو شمېر يې ۶ ميليونه، ۴۵۷ زره او ۱۰۱ ته رسېدلی دی.

(مينه)