چین: نړیواله ټولنه باید د فلسطین مسئلې د حل لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي
CMG2022/08/26 11:02:23
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي استازي جانګ جون د اګست په ۲۵مه نېټه د فلسطین مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوې مباحثوي غونډې کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د فلسطین مسئلې د حل لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي. 

نوموړي ویلي، چې په غزې کې د روانې میاشتې په لومړیو کې د نښتو له امله سلګونو ملکي وګړیو ته مرګژوبله اوښتې او زیات بنسټيز تاسیسات ویجاړ شوي دي.

جانګ جون ويلي، چې د غزې وضعیت کړکېچن او د جګړې په لوري روان دی او بېلا بېلې خواوې باید ډیپلوماتیکې هڅې روانې وساتي. 

هغه پر ښکېلو خواوو هم غږ کړی، چې اوربند مراعات او سړه سینه وساتي او د غزې سیمې د وضعیت د ژر ارامېدو لپاره دې کوښښونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطین پر خاورو د اشغالولو حالت باید پای ومومي او نړیواله ټولنه باید د دې مسئلې د بنسټيز حل لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 (هیله)