د امريکا د سږ کال د دوهمې ربعې اقتصادي اندازه ۰.۶ سلنه ټيټه شوې
CMG2022/08/26 10:54:24
شريکول:

د امريکا سوداګرۍ وزارت د اګست په ۲۵مه نېټه اصلاح شوې شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په دوهمه ربعه کې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو ارزښت د کلني انډول له مخې ۰.۶ سلنه ټيټ شوی او دغه شمېر د تېرې مياشتې د خپرې شوې شمېرې په پرتله ۰.۳ سلنه زياتوالی ښيي.

د امريکا اقتصادي اندازه د سږ کال په تېرو دوو ربعو کې ټيټه شوې ده.

يادې شمېرې ښيي، چې د سږ کال په دوهمه ربعه کې د امريکايانو مصرفي ارزښت د کلني انډول له مخې ۱.۵ سلنه زيات شوی او له کورونو پرته غير منقولي پانګونې يې زياتې شوې دي.

(مينه)