دغه ماشوم له ښوونځي وروسته په ښار کې د وزن معلومولو په تله باندې کاروبار کوي. ددې کار تر څنګ په فارغ وخت کې خپل درسونه هم وایي. ثمیم احمد وایي، د یوه کس وزن په پنځه افغانۍ معلوموي او له همدې لارې په اقتصادي برخه کې له خپلې کورنۍ سره مرسته کوي.