د کویټ سمندري پولیسو ۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي نيولي
CMG2022/08/26 10:56:55
شريکول:

د کویټ د کورنیو چارو وزارت د اګست په ۲۵مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د سمندر غاړې پوليسو يې ۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

 اعلامیه وايي، چې د کویټ د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو مخنیوي ادارې مخکې له مخکې مالومات ترلاسه کړي وو، چې يوه ډله قاچاقبران غواړي، په يوې بېړۍ کې نشه يي توکي ځای پر ځای کړي او بیا یې کویټ ته وليږدوي.

پوليسو پوره مالومات درلودل او یاده بېړۍ او د نشه يي توکو په تړاو يې دوه کسان نيولي او يو بل کس یې د ډزو په تبادلې کې نيولې دی.

اعلاميه زياتوي، چې د نشه يي توکو قاچاق کوونکو پر پولیسو ډزې کړي دي.

پوليسو د ډزو پر مهال دوه قاچاقبران وژلي او يو بل يې ژوندی نيولی او له بېړۍ يې د ۸۰ کیلو ګرامو په وزن نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.

 (هیله)