د چين او روسيې د ويډيويي خپرونو د ښودلو فعاليت د اګست په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې پيل شو.
د هوکړې له مخې به، یو شمېر ښې ويډيويي خپرونې، چې د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړې شوې، د دغه فعاليت پر مهال د روسيې د زياتو عمده خبري رسنيو له لارې روسي نندارچيانو ته وښودل شي. د دې تر څنګ به، د روسيې د تاريخ او کلتور د پېژندلو په زړه پورې خپرونې به د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي ان له لارې خپرې شي.
د یادولو ده، چې د نوموړي فعاليت د پرانیستونکو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، په چين کې د روسيې لوی سفير د دغه هېواد په استازيتوب د چين ميډيا ګروپ مشر ته د روسيې د دوستۍ مډال ورکړ.