نړیواله ټولنه به د افغانستان له بیارغونې سره مرسته وکړي
CMG2022/08/26 15:07:43
شريکول:

سي جي ټي اېن او شمشاد ټلويزيون په دې وروستيو کې د " افغانستان د بدلون په حال کې" په عنوان ځانګړی پروګرام ترسره کړی دی.

د دغه پروګرام موخه د افغانستان د بشري بحران د کمولو لپاره د نړيوالې ټولنې د مرستې هڅول دي. 

په چین کې د روان کال په مارچ کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو درېیمه غونډه تر سره او يوه اعلاميه پکې خپره شوه. 

د څينګهوا پوهنتون د ستراتیژۍ او امنیت د څېړنيز مرکز غړی جو بوه وايي، چې

 د يادې غونډې اعلاميه یوازې د سیاسي اهدافو لپاره نه، بلکې د دې لپاره ده، چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه له افغانستان سره د مرستې لپاره څه کولی شي.