د رواندا په کوچني ښار کاموني کې رواندايي داماس هره ورځ د مشرومونو يا مرخېړيو په شنه خونه کې ډېر بوخت دی. له ۲۰۱۲م کال راپدېخوا د چين کرنيز تخنيکي کارکوونکو دلته د مشرومونو د روزلو لپاره څه باندې پنځه زره ځايي پرسونل او بزګران روزلي، چې په دې جمله کې داماس هم دی .هغه وايي، د مشروم تر کښت وروسته مې ګټې تر لاسه کړې او ځمکې او کور مې اخيستي دي، اوس مې ماشومان هم په ښو مکتبونو کې زده کړې کوي.
اوس د نړۍ په څه باندې سلو هېوادونو کې مشروم د بې وزلۍ د له منځه وړلو او نيکمرغۍ د تر لاسه کولو لپاره ښه توکی بلل کيږي. چين د بې وزلۍ او فقر د له منځه وړلو په بهير کې ډېرې تجربې راغونډې کړي او اوس يې په غير محفوظ ډول د نورو پرمختيایي هېوادونو له خلکو سره شريکې کړې دي.
اوس مهال د روغتيا، زرغون پرمختګ، ډيجيټلي کېدو او نوښت په شمول ځينې برخې د ((يو کمربند او يوې لارې)) د ابادۍ په برخه کې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نوې ساحې ګرځېدلې دي.
په تېرو لسو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په پلي کېدو سره په ډېرو هېوادونو کې بدلونونه راغلي دي.
د موزامبيق په پلازمينې ماپوتو کې، چې په ختيځې افريقا کې يو مهم بندر ګڼل کيږي، يو نوی پل جوړ شوی، چې له دې کبله د پل د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ وخت له دوو ساعتو څخه لسو دقيقو ته راټيټ شوی او دغه پل د چين په مرستې جوړ شوی دی.
د لاوس په پلازمينې وينتیان کې د ميکونګ سيند پر غاړه د ريل پټلۍ سټېشنونه د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي، ځکه چې د چين او لاوس ترمنځ اورګاډي د چين کون مينګ ښار له لاوس سره نښلولی دی. د نړيوال بانک په اند د دې اورګاډي له کبله به د لاوس عمومي عايدات په سلو کې ۲۱ زيات شي او دغه پټلۍ هم د چين له خوا جوړه شوې ده.
د نړۍ د سترو بدلونونو پر وړاندې چين پرمختګ د نړيوالو موضوعاتو د يوې کليدي برخې په توګه ګڼي او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په پلي کولو سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره نوې نقشه جوړوي.
د نړيوال بحران په ستره څپه کې بېلا بېل هېوادونه يوه ګډه ټولنه ګرځېدلې او برخليک يې يو په بل پسې ټينګ تړلی دی. په تېرو لسو کلونو کې د چين حکومت د ياد افکار په لرلو سره د يو کمربند او یوې لارې د وړانديز په رڼآ کې د نړيوال پرمختګ لپاره خپل خدمتونه کړي دي. نن چين هم د لا ښايسته راتلونکي د برابرولو لپاره له نورو هېوادونو سره خپلو هڅو ته دوام ور کوي.