په نړۍ کې د خوراکي توکو له کمښت سره د مخ شویو کسانو شمېر زيات شوی
CMG2022/08/27 14:50:40
شريکول:

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اګست په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د کرونا وبا، اقليمي بدلون او د روسیې او اوکراين ترمنځ د جګړې له امله په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو له کمښت سره د مخامخ شويو کسانو شمېر د ۲۰۱۹م کال له ۱۳۵ ميليونو څخه اوس ۳۴۵ ميليونو ته زيات شوی دی.

دغه پروګرام دې ته اشاره کړې، چې د يمن په شمول د منځني ختيځ او شمالي افريقا هېوادونو کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزه ډېره سخته ده. د روسیې او اوکراين تر منځ د جګړې له امله په دغو دواړو هېوادونو کې نړۍ ته د صادرو شويو خوراکي توکو اندازه کمه شوې او د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي، چې په ځينو هېوادونو کې د خوراکي توکو امنيت له زیاتو ننګونو سره مخ شوی دی.