د امريکا خبري رسنۍ: امريکا پر روسيې د بنديزونو لګولو ترڅنګ له دغه هېواد زيات توکي وارد کړي
CMG2022/08/27 14:48:41
شريکول:

وروسته له هغه چې د روسیې او اوکراين تر منځ جګړه پيل شوه، امريکا پر روسیې څو ځلې بنديزونه لګولي دي. خو د امريکا اسوشيټيډ پريس د اګست په ۲۵مه نېټه خبر ورکړی، پر روسیې د امريکا د بنديزونو له لګېدو وروسته په څه باندې نيم کال کې له روسیې څخه ګڼ شمېر لرګي، فلزات، ربړ او نور توکي په ۳۶۰۰ بيړيو کې امريکا ته ليږدول شوي او د وارداتو مياشتنی ارزښت يې له يو ميليارډ ډالرو څخه اوښتی دی.

امريکا د بنديزونو په کارولو سره د روسیې اقتصاد ويجاړول غواړي، خو خپلو ګټو ته په کتو لا هم په زياتو برخو کې له روسیې څخه واردات ساتي. له فبرورۍ راهيسې امريکا له روسیې څخه څه باندې ۲۶۴ ميليونه ټنه فلزي توليدات وارد کړي دي. امريکا په مارچ کې اعلان و کړ، چې د روسیې د تيلو، طبيعي ګازو او سکرو واردات به په بشپړه توګه ودروي، خو د دغه اعلان په همغه اونۍ کې له روسیې څخه شاو خوا يو ميليون بيرله اومه تيل امريکا ته لېږدول شوي دي.  برسیره پر دې، په تېر نيم کال کې د روسیې کيمياوي سرې په څه باندې سلو بېړيو کې امريکا ته لېږدول شوې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بنديزونو د همغږۍ دفتر منشي اوبراين وويل، چې امريکا له يوې خوا غواړي پر روسیې بنديزونه ولګوي، له بلې خوا غواړي له روسیې سره تجارتو ته ادامه ورکړي.  د امريکا اسوشيټيډ پريس دې ته اشاره کړې، چې د امريکا دغه کړنې د ځاني ګټو د ساتلو په هدف  دي. که له روسیې څخه واردات منع وي، د امريکا اړوندو تولیدي چارو ته به تر روسیې زيات زيانونه ورسېږي.