سروې: امريکا نژدې ۴۰۰ ځلې جګړې پيل کړې
CMG2022/08/27 14:49:47
شريکول:

د امريکا کوينسي انسټيټيوټ په دې وروستيو کې یوه څيړنه خپره کړې ، چې امريکا له ۱۷۷۶م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې يعنې په خپل ۲۴۳ کلن تاریخ کې نږدې۴۰۰ ځله پوځي مداخلې کړي، چې يوه په څلورمه برخه يې په تېرو ۳۰ کلونو کې تر سره  کړې ده.

په دغه راپور کې ليکل شوي، چې امريکا د نظامي فعاليتونو، د پوليسو فعاليتونو او د بشري دوستۍ په پلمه د نړۍ په زياتو هېوادونو کې جګړې پيل کړې او ځايي حالات  یې ګډوډ کړي دي. وروستۍ بېلګه په سوريه کې رامنځته شوه. امريکايي پوځ د اګست په ۲۳مه نېټه د ولسمشر جو بايډن د حکم له مخې د سوريې په ديرالزور کې د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د مليشا ډلې تر کنټرول لاندې پر بنسټيزو تاسيساتو هوايي بريد وکړ. د امريکا د دفاع وزارت ويلي، چې دغه هوايي بريد په سوريه کې د امريکايانو د امنيت ساتلو او د ايران ترهګرۍ ته د ضربې ورکولو په هدف  و.

د راپور له مخې، په تېرو شلو کلونو کې امريکا او متحدينو یې پر نورو هېوادونو څه باندې ۳۳۷ زره بمونه او توغندي توغولي دي.