شي جين پينګ د چين د بهرنیو ژبو خپرندويې ټولنې بهرنيو کارپوهانو ته ځوابي پيغام واستاوه
CMG2022/08/27 11:33:39
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين بينګ د اګست په ۲۵ مه نېټه د دغه هېواد د بهرنيو ژبو خپرندويې ټولنې بهرنيو کارپوهانو ته ځوابي پيغام واستاوه او د دې خپرندويې ټولنې د جوړېدو د ۷۰ کليزې په درشل کې يې د دې ټولنې کارکوونکو همدارنګه بهرنيو کارپوهانو ته سلامونه او نيکې هيلې څرګندې کړي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې ترجمه د تمدنونو د تبادلې لپاره ډېر اهميت لري،د چين د بهرنیو ژبو خپرندويې ټولنې بهرنيو کارپوهانو د اوږدې مودې لپاره په چین کې کار کړی او د دغه هېواد د تاريخ، کلتور، ملي ځانګړتياوو او د پرمختګ پر مزل ډېر پوهاوی لري. نوموړي هيله ښودلې، چې دغه بهرني کارکوونکي له خپل استعداد په کاراخيستنې د اثارو د ژباړلو له لارې نړيوالو ته د چين کېسې ووايي، چين ور وپېژني او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د متقابل پوهاوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره خدمتونه ترسره کړي.

د چین د بهرنيو ژبو خپرندويې ټولنه په ۱۹۵۲م کال کې جوړه شوې او د نوي چين له جوړېدو وروسته لومړې جوړه شوې خپرندويې ټولنه ده.  دغې ټولنې په تېرو ۷۰ کلونو کې په ۴۰ ژبو تر۴۰۰ ميليونو زيات کتابونه چاپ کړي دي.  د دې ټولنې ۵ بهرنيو کارپوهانو څه موده مخکې شي جين پينګ ته پيغام واستاوه او د شي جين پينګ د ((حکومتوالي)) کتاب د ژباړلو چارو په اړه يې خپل احساسات څرګند کړل.