د ترکيې، فنلنډ او سويډن تر منځ د هميشني ګډ ميکانيزم لومړۍ غونډه تر سره شوه
CMG2022/08/27 14:47:30
شريکول:

د ترکيې، فنلنډ او سويډن تر منځ د هميشني ګډ ميکانيزم لومړۍ غونډه د اګست په ۲۶مه نېټه د فنلنډ په وانټا ښار کې تر سره شوه. د دغو دريو هېوادونو يو شمېر کارپوهانو په دغه غونډه کې ګډون وکړ، د روان کال په جون کې د دريواړو خواوو د ياداښت د عملي کېدو په هکله يې بحث وکړ او له دې سره يې موافقه  وکړه، چې د روان کال په مني کې به په دوامداره توګه د ياد ميکانيزم په چوکاټ د کارپوهانو غونډه تر سره کړي. 

ترکيې، فنلنډ او سويډن د روان کال په جون کې د هسپانیا په پلازمينه ماډريډ کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې ياداښت لاسليک کړی او دا تصديق يې کړی، چې ترکيې په ناټو کې د فنلنډ او سويډن له ګډون سره موافقه  کړې ده. دريواړه هېوادونه موافق وو، چې يو هميشنی ګډ ميکانيزم جوړ کړي، څو ياد ياداښت عملي کړي او د امنيت په ساحه کې همکارۍ پياوړې کړي.