د کلمبيا پخواني ولسمشر: امريکا او لوېديځ د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې د سياسي حل نيت نه لري
CMG2022/08/27 13:20:55
شريکول:

د کلمبيا پخواني ولسمشر سمپیر پيزانو سي اېم جي ته وويل، چې امريکا او لوېديځ پر روسيې پرله پسې بنديزونه لګولي او اوکراين ته يې ګڼ شمېر وسلې ورکړي او دغه کړنه به يې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه لاشديده او اوږده کړي او ښیي چې نړۍ بېرته سړې جګړې ته وګرځوي.

نوموړي وويل، د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې حل لاره زور نه، بلکې خبرې اترې دي او مونږ باید د خبرو اترو له لارې د شخړې د پای ته رسولو لپاره سياسي پلان پيدا کړو. امريکا او لوېديځ پر روسيې اقتصادي بنديزونه لګولي او يواړخيزم يې پورته کړی او دغه کړنه به يې روسانو ته ډېر زيانونه ورسوي.

نوموړي زياته کړه، چې امريکا او لوېديځ اوکراين ته وسلې ورکړي او جګړې ته يې هڅولی، چې له دې څخه څرګندېږي چې نړۍ بېرته د ۱۹۴۰م کال سړې جګړې ته ستنيږي.