امريکا افغانستان ته د زيان رسولو لړۍ ته ادامه ورکوي
CMG2022/08/27 14:52:28
شريکول:

د تېر کال په اګست کې امريکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وايستل، خو يو ټپي افغانستان پاتې  شو او د اقتصادي او بشري بحرانونو په شمول له ډېرو ننګونو سره مخ دی. پخوا د امريکا ناسمو کړنو افغانانو ته زیانونه رسولي، خو اوس لاهم خپلو کړنو ته سم نه ګوري او د افغانستان خلکو ته  د زیان رسولو لړۍ ته ادامه ورکوي.

له افغانستان څخه د امريکايي پوځ له وتلو وروسته دغه هېواد د بيارغونې بهير پيل کړ، خو اقتصادي بنسټ يې کمزوری دی او د کرونا وبا، د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو او څو نورو نړيوالو ستونزو د اغېزو له کبله يې حالت لا خراب شوی دی. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې د اقتصادي پرځېدا له امله ښايي په روان کال کې ۹ لکه کسان خپل کارونه له لاسه ورکړي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې بشري بحران سخت شوی دی. د يوناما د راپور له مخې د ۲۰۲۲م کال د جون تر پنځلسمې نيټې پورې لږ تر لږه ۵۹ سلنه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري، چې دغه شمېر د ۲۰۲۱م کال د پيل په پرتله شپږ مليونه زيات شوی دی. دغه راز د ماشومانو د ژوند حالت د اندېښمنې وړ  دی. د م.م د ماشومانو صندوق اټکل کړی، چې په ۲۰۲۲م کال کې شاوخوا يو مليون او سل زره افغان ماشومان، چې عمر يې څه کم پنځه کالونه  لري،له خوارځواکۍ سره مخ دي. په روغتونونو کې د بستر شويو همدغو ماشومانو شمېر د ۲۰۲۱ م کال په مارچ کې له ۱۸۰۰۰ څخه د ۲۰۲۲ م کال په مارچ کې ۲۸۰۰۰ ته زیات شوی دی.

د دې حالت پر وړاندې امريکا خپلو ناسمو کړنو ته سم نه ګوري، بلکې افغانانو ته د زيان رسولو لړۍ ته دوام ورکوي. تېر کال له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ايستلو وروسته امريکا نه يوازې د افغانستان د مرکزي بانک څه باندې اويا ميليارده امریکايي ډالره شتمني کنګل کړې، بلکې تر زياتې اندازې پورې يې ور سره بېلا بېلې اقتصادي مرستې بندې کړې، چې په افغانستان کې بشري او اقتصادي حالت لا سخت شوی دی.

د افغانستان د پيسو د تبادلوي بازار مسؤل طاهر وايي، چې امريکا بايد پر دې ښه پوهه شي، چې دغه شتمني د افغان خلکو او د دې هېواد او ټولو صنعتګرو پيسې دي، چې د دې هېواد له اقتصادي سيستم سره تړاو لري. ټول افغانان د دوی د کړنو له کبله زيانمن شوي دي.

امريکايانو هم د دغې ناسمې کړنې په اړه سخت غبرګونونه ښودلي دي. د امريکا ټولنيز او سیاسي فعالې ميديا بنجيمين ويلي، چې دغه پيسې پر افغانانو پورې اړه لري، خو په تېرو ۳۶۵ ورځو کې د نيويارک په خوندي بکس کې ساتل شوي  دي. له دې کبله افغانان واښه خوري، بدني برخې پلوري او له لوږې سره مخ دي. د امريکا دغه کړنه بيخې سمه نه ده. د افغانستان د اوسني بشري بحران يوازينۍ حل لار د اقتصاد بیا سمسورتيا ده، نو امريکا دې دغه پیسې افغان مرکزي بانک ته وسپاري.

د امريکا د اېن پي ار راډيو د اګست په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ، چې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنۍ تر کنګل کېدو وروسته د افغانستان اقتصاد د سقوط په حال کې دی.

د امريکا د اېن ار مجلې ويبپاڼې په وروستيو کې په يوې مقالې کې ليکلي چې جو بايډن د تېر کال د اګست په پای کې له افغانستان کې د خپلو ځواکونو له ايستلو مخکې تل ويلي، چې امريکا به له افغانانو څخه ملاتړ او ور سره مرستې وکړي، خو تر اوسه يې کړې ژمنه نه ده پوره کړې. په ورته وخت کې يې په دې مقالې کې په ګوته کړې، چې جوبايډن يوازې په تيلپرومپټر کې ښايسته خبرې  کولې، خو  عمل یې نه دی کړی.

ځينو متقدينو دې ته اشاره کړې، چې امريکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په جګړه کې ناکامه شوه، خو تل يې ويلي چې دوی هلته ستر پرمختګونه موندلي دي، چې دا بلکل دروغ دی.

د جګړې ضد امريکايي سګوټ وايي، چې جو بايډڼ دې دا ومني، چې پر افغانستان تر شل کلن تېري وروسته امريکا ناکامه شوه. هغه یو داسې دروغ ويلي، چې د امريکا تر ملاتړ لاندې د افغانستان پخواني حکومت او درې لکه افغان پوځ ښې چارې تر سره کړې، نو امريکا د دې هېواد په جګړه کې بريا موندلې، چې دا له دې هېواد څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو لامل دی، خو ټولو ته معلومه ده، چې دا بشپړ دروغ دي.