په شينجيانګ کې د ټرافيکي تاسيساتو جوړېدو تجارت ته وده ورکړې ده
CMG2022/08/28 14:35:04
شريکول:

د چين مډيا ګروپ د اګست په ۲۷مه نېټه (په شینجیانګ کې د چین د لس کلن پرمختګ) تر عنوان لاندې ناستې په اړه خبر ورکړی چې په دغه سیمه کې د ټرافيکي تاسیساتو جوړېدو او له نړۍ سره د سړکونو سره وصلېدو چارې پراخې شوې شمېر يې ۱۱۸ ته رسيدلی چې د ټول هېواد يو پر درېيمه برخه نيسي. له شينجيانګ څخه اروپا ته چټکو سړکونه جوړشوي، د شينجيانګ او د قزاقستان تر منځ د رېل پټلۍ  دویمه کرښه ګټې اخسیتنې ته سپارل شوې،  له شيڼجيانګ څخه نورو هېوادونو ته د کيبلونو شمېر ۲۶ ته رسيدلی، د سړکونو، رېل پټليو، هوانوردۍ، پايمپ لاينونو او مخابيراتو په برکت د تجارتي تبادلې سیستم جوړ دی.

اوسمهال شينجيانګ د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي همکاریو د لا پياوړتیا په حال کې دی، له ۲۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره يې ۲۱ همکاريز تړونونه لاسليک کړي او له ۱۷۶ هېوادونو او سيمو سره يې اقتصادي او تجارتي اړيکې جوړې کړې دي.