د انټرنېټ پرمختګ له برکته د کليوالو سيمو پرمختګ هم چټک شوی دی
CMG2022/08/28 15:49:08
شريکول:

 د چين په جنوب کې د ګوانګ شي د جوانګ قوم د کورواکې سيمې د يوو لين ښار د بو باې ولسوالۍ د سه ليان کلي بزګزې هوانګ لي يوان ويلي ما آن په خوب کې هم داسې اټکل نشو کولای چې زما په لاس جوړه شوې ټوکرۍ دې په نورو هېوادونو کې وپلورل شي.

د سه ليان کلی چې خلک يې پخوا ډېر بې وزله و، په ۲۰۱۲ م کال کې هلته يوازې څلور ګرځنده مخابراتي سټېشنونه موجود و، خو اوس يې په ۳۵ سلنه کورونو کې انټرنېټي شبکې فعال شوې دي.

هلته له ۲۰۱۷ م کاله وروسته هر کال څلور نوي مخابراتي سټېشنونه جوړ شوي چې  په دې سره  کليوالو يې په ۲۰۲۰ کال م کې 4G او په ۲۰۲۲ کال کې 5G مخابراتي سيګنال تر لاسه کړی دی.

د مخابراتي ستونزو په لرې کولو سره په کليوالو سيمو کې اقتصادي پرمختګ هم چټک شوی دی او له دې کبله د ياد کلي ټوکرۍ بهرنيو هېوادونو ته صادريږي.

د امريکا سوداګر انتوني ويلي چې موږ په انټرنېټ کې د توليداتو په باب مشخص معلومات تر لاسه کولی شو. که مو د دوی د تولیداتو وېډیو ګانې نه وای کتلې، نو باور به مو نه وای کړی چې دوی ښکلي شیان جوړولای شي. دا په زړه پورې ده.

په ۲۰۲۱ م کال کې د چين په کليوالو سيمو کې د انټرنېټ د کارونې کچه په سلو کې ۵۷ اعشاريه ۶ ته رسېدلې چې دغه رقم د ۲۰۱۲م کال په پرتله په سلو کې ۳۳ اعشاريه ۹ زيات شوی دی.

په تېرو لسو کلونو کې د چين په بې وزلو سيمو کې مخابراتي ستونزې حل شوې دي. د هغو کليوالو کورنيو شمېر څو میليونو ته رسېدلی چې(Broadband) براډبنډ ته لاسرسی لري.

په وروستيو لسو کلونو کې چيني تخنيک ګرو په لری پرتو سيمو کې مخابراتي بنسټيز سټېشنونه جوړ کړي چې له امله يې هر کلی مخابراتي سينګالونو ته لاسرسی لري او له نړۍ سره وصل شوي دي.