چين د تايوان له تنګي د دوو امریکايي جنګي بېړیو د تېرېدو په اړه خپل دریځ اعلان کړ
CMG2022/08/28 15:47:21
شريکول:

د چين د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ د ختيځې جنګي سيمې مطبوعاتي وياند شي يي وويل، د امريکا د سي جي-۵۴ او د سی جي-۶۲ نمبر دوې جنګي بېړۍ له تايوان تنګي تېرې شوې او دغه خبر يې په ښکاره خپور کړی دی. د چين د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ ختيځې جنګې سيمې له تايوان تنګي د دغو دواړو جنګي بېړیو د تېرېدو ټول بهير څارلی او تعقيب کړی دی او د دوی ټول فعاليتونه تر کنټرول لاندې دي. د دغې جنګي سيمې پوځ په ډېره دقیقه او لوړه کچه دغه حالت څاري او که د امریکا یادې بېړۍ لمسونکي فعالیتونه وکړي، پرضد يې مقالې ته چمتو دی.