شي جين پينګ په تاريخ کې د ليسبون مارو بېړۍ له پېښې څخه ژوندی کسانو کورنیو ته ځوابي پيغام واستاوه
CMG2022/08/28 14:30:41
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څه موده مخکې په تاريخ کې د ليسبون مارو په نوم بيړۍ له پېښې څخه د ژوندی کسانو کورنیو غړو ته ځوابي پيغام لېږلی او هغوی يې هڅولي چې د چين او بريتانيا تر منځ د دوستۍ ټينګولو لپاره هڅې وکړي او هيله يې څرګنده کړې چې لا زيات بريتانوي ملګري د دواړو هېوادونو د اړيکو نږدې کېدو لپاره کار وکړي.

د ۱۹۴۲م کال په اکتوبر کې جاپاني پوځ د ليسبون مارو په نوم د مسافروړونکې بيړۍ له لارې د بريتانيا څه باندې ۱۸۰۰ جنګي اسيران له هانکانګ څخه جاپان ته انتقال کړل. خو کله چې دغې بيړۍ د چين د جه جيانګ ولايت د جو شان ښار ته نژدی سمندري سيمې ته رسېدلی، امريکايي پوځ ورباندې بريد وکړ او له امله يې د بريتانيا ۸۴۳ پوځي اسیران ووژل شول او ۳۸۴ پوځي اسيران د ځايي کب نيوونکو لخوا وژغورل شول. د بريتانيا د پوځ چارواکو، سرتېرو او حکومت هغه وخت له دغو چينايانو څخه ډېره مننه څرګنده کړه.

شي جين پينګ دغه راز ويلي چې په دويمه نړيواله جګړه کې یاده پېښه د دې ښه ثبوت دی چې چین او بريتانيا د فاشزم ضد جګړه کې ونډه اخيستې او دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د ټينګې دوستۍ څرګندویه هم ده.

ده ویلي: «زه د دغه تاريخي پيښې په هکله ډېر معلومات لرم او په ۲۰۱۵م کال کې مې له بريتانيا څخه د ليدنې په وخت کې هم دغه کيسه خلکو ته بیان کړې ده.»

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې روان کال د چين او بريتانيا تر منځ د سفيرانو په کچه د ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو پنځوسمه کلیزه ده. له نيمې پيړۍ راهيسې د دواړو هېوادونو د ګن شمېر دوستو شخضيتونو په ګډو هلو ځلو د چين او بريتانيا تر منځ اړيکې پرله پسي ټينګې شوې دي. هېله ده چې د دې پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړي په دوامداره توګه د چين او بريتانيا تر منځ د دوستۍ لپاره خدمت وکړي.