لي که چيانګ د ۲۰۲۲م کال د پاکې انرژۍ مصرفونکو موټرو نړيوالې غونډې ته د مبارکي پيغام واستاوه
CMG2022/08/28 10:32:12
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د اګست په ۲۷مه د ۲۰۲۲م کال د پاکې انرژۍ مصرفونکو موټرو نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

لي که چيانګ په دغه پيغام کې وويل، چين د موټرو د توليد او مصرف په برخه کې لوی هېواد دی. په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د پاکې انرژۍ مصرفونکو موټرو توليد چارې چټکې شوې دي. د توليد، پېر او پلور شمېر يې په نړۍ کې تر ټولو لوړ دی. د پاکې انرژۍ مصرفونکو موټرو د توليد پرمختګ نه يوازې د کم کاربن په ايستنې سره د  زرغون پرمختګ لپاره ګټې لري، بلکې مصرفونکو ته د باکيفيته توليداتو د ټاکلو فرصت برابروي.

لي که چيانګ دې اشاره کړې، چې چين په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه بايد د اقليمي بدلون د مخنيوي او د زرغون پرمختګ د هڅونې په چارو کې له نړۍ سره همکارۍ وکړي. چين به د پاکې انرژۍ مصرفونکو موټرو د توليد چارو په اړوندو ساحو کې په لا پرانيستې توګه له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ وکړي او له بېلا بېلو خواوو سره ګډې ګټې تر لاسه کړي او د پاکې انرژۍ مصرفونکو موټرو تولید پراخ کړي او د ټولې نړۍ د اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ بهير ته نوی ځواک ور وبښي.