د امريکا يو فدرالي قاضي د اګست په ۲۷مه نېټه اعلان کړی چې د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ او د ده د قانوني وکيلانو له غوښتنې سره سم د يو ځانګړي مسؤل د ټاکلو پلان لري تر څو د روانې مياشتې په لومړيو ورځو کې د دې ولسمشر په مارالاګو کور کې تر لاسه شوي سندونه وڅاري.
د خبر له مخې پخواني ولسمشر دونالډ ټرامپ او د ده د قانوني وکيلانو ډلې له فدرالي څار ادارې څخه غوښتنه کړې چې د يادو سندونو خپلواکه بيا کتنه وکړي او ويلي يې دي چې د ۲۰۲۲ کال د منځنۍ مودې له ټاکنو نه مخکې د ده د کور د پلټنې موخه د جمهوري غوښتونکو ګوند د مشر د غږ غلي کول دي.
(غاټول)