امریکا دې د افغانستان د بيارغونې لپاره کړې ژمنې پوره کړي
CMG2022/08/28 09:44:13
شريکول:

امريکا د تېر کال د اګست په دېرشمه نېټه په پوره توګه خپل ځواکونه له افغانستانه وايستل. خو يو کال وروسته افغانستان چې بيارغونې ته سترګې په لاره دی، لاهم د بشري بحران، اقتصادي پرځېدا او ترهګرو بريدونو په شمول له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دی. ځينو کارپوهانو دې ته په اشارې سره ويلي چې پخوا امريکا افغانستان ته پرمختګ نه دی راوستی بلکې ورته يې زيانونه رسولي دي. اوس امريکا لاهم خپلو کړنو ته سم نه ګوري او دغه هېواد ته د زيانونو راوړلو ته دوام ورکوي. په دې هکله د چين د سي اېم جي خبريالې د افغانستان د ماليې وزارت له پخواني چارواکي فضل سره مرکه کړې ده. هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې د افغانستان بيارغونه له ډېرو ستونزو سره مخ ده، نو تر هر څه لومړی امريکا دې کنګل شوې شتمني د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري او د دې هېواد په بيارغونې کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي او په هغې دې عمل وکړي.

که څه هم تېر کال له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره دغه هېواد د پخوا په  پرتله ارام شوی دی، خو  افغانان اوسني وضعيت ته خوشبين نه دي. دغه هېواد په تېر يو کال  کې له  ګڼو طبيعي ناورينونو سره مخ شوی او اوس شاوخوا ۲۵ ميليونه وګړي له فقر سره مبارزه کوي او نړيوالو مرستو ته ضرورت لري. ښاغلي فضل په دې اړه ويلي چې دا ښکاره ده چې په کابل کې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوی او  نسبي امن راغلی دی، خو زموږ پر وړاندې ستونزې هم ډېرې دي. شاو خوا يو لک افغانان د تېر کال په اګست کې خپل وطن پرېښود چې په دې جمله کې زياتره يې مسلکي شخصيتونه شامل وو. کابل ته د طالبانو تر داخلېدو وروسته بې کاري لوړه شوې ده او د خوړو د بيو د لوړېدو له کبله ډېر افغانان د خوړو له کمښت سره مخ دي. ډېر افغانان چې پخوا يې په حکومتي ادارو کې او يا په بهرنيو سازمانونو کې کار کاوه، اوس کچالو پلوري، بوټان بورس کوي او يا وزګار دي. نو د دوی ژوند ښه نه دی.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د غربي هېوادونو حکومتونو له افغان حکومت سره مرستې بندې کړې او په ورته وخت کې امريکا د افغانستان د مرکزي بانک شتمني کنګل کړې چې له دې کبله يې افغانستان کې مالي ستونزې رامنځته کړې دي. ځيني افغان ملکيان اړ شوي چې خپلې ځمکې او کورونه وپلوري. ښاغلي فضل د ستونزو د يادونې په ترڅ کې داسې ويلي چې په همدې دلايلو  د اوسني حکومت رسميت پېژندل د نړيوالې ټولنې له خوا نه دي ترسره شوي. نو ډېرې پروژې ځنډېدلې دي. د بېلګې په توګه د امريکا، اروپايي ټولنې او نړيوال بانک له خوا پلې شوي ټولې هغه پرمختيایي پروژې چې د تېر حکومت له خوا پيل شوې وې، اکثره متوقف شوې او ځنډېدلي، خو زرګونه افغانانو په دغو پروژو کې کار کاوه او اوس کار نه لري چې دا د دوی پر ژوند منفي اغېزه کړې ده. د دې ترڅنګ ډېرو نړيوالو مرستندويه سازمانونو له افغانستان سره مرستې بندې کړې چې په پايله کې لا زيات افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي. نو هيله من يم چې د امريکا په مشرۍ غربي هېوادونه دې د افغانستان د بيارغونې لپاره ياد پرمختيايي پروژې بيا پيل کړي او نور هېوادونه له افغاستان  سره د مرستو لپاره نوې پروژې هم پلې کړي څو افغانان اوسنۍ ستونزې لرې کړي.

د افغانستان د ستونزو پر وړاندې د امريکا حکومت تل وايي چې واشنګټن به د افغانانو ترڅنګ ولاړه وي او له افغانستان سره مرستې به وکړي. خو ژمنه يې يوازې تش خبرې وي او په عمل کې يې نه دي ثابت کړي. په افغانستان کې د بشري بحران پر وړاندې امریکا په ښکاره توګه کنګل شوې افغان شتمني غلا کړې او تر اوسه يې بېرته افغانانو ته دغه پيسې نه دي ورکړې. فضل په مرکې کې په دې اړه ويلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو شتمني ده، نو امريکا دې په پوره امانتدارۍ د دې پيسو ستانه وکړي او د دې هېواد مرکزي بانک ته دې وسپاري چې د دې شتمنۍ په ازادېدو سره به له نړۍ سره د افغانستان تجارت هم پراخ شي. امريکا او اروپايي ټولنه چې پخوا د افغانستان د پراختيا او بيا رغونې لپاره کومې ژمنې کړې، بايد په هغې عمل وکړي او هغه پوره کړي.