وسیم د شپږم ټولګي زده کوونکی دی. نوموړی د ښوونځي تر څنګ د خوراکي توکو کوچنۍ هټۍ هم لري. وسیم په دغه هټۍ کې د کار کولو تر څنګ په ښوونځي کې ورکړل شوې کورنۍ دنده هم لیکي. وسیم د ځان او هېواد لپاره لویې هیلې لري.