د چين د ۲۰۲۲م کال د انټرنيټي تمدن غونډه د اګست په ۲۸مه نېټه د دغه هېواد په تيان جين کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د اطلاعاتو او نشراتو وزير ه
وانګ کون مينګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې په انلاين ډول ګډون کړی و او د انټرنيټي تمدن په اړه يې يوه لنډه وينا وکړه.
د دغې غونډې عمده منځپانګه په نوي زمانه کې د ښې روحيې پر ودې او په انټرنيټي تمدن ورټوله ده. په ياده غونډه کې به د انټرنيټي تمدن مطبوعاتي ډګر، د تجربو تبادلوي ډګر، د لاسته راوړنو ډګر او د نظريو د تبادلې نړيوال ډګر د جوړولو هڅې وشي.
د مالوماتو له مخې، دغه غونډه به ۲ ورځې دوام ولري او د تر سره کېدو په ترڅ کې به يې عمده فورم، د انترنيټي باور د ابادۍ لوړ پوړی فورم، ۱۰ فرعي فورمونه، په نوې زمانې کې د چين د انټرنيټي تمدن د لاسته راوړنو نندارتون او اړوند فعاليت تر سره شي.
(مينه)