په پاکستان کې د سيلابونو له امله څه باندې زر کسان وژل شوي
CMG2022/08/29 11:22:14
شريکول:

د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د اګست په ۲۷مه نېټه خبر ورکړی، چې د جون له نيمايي راهيسې، په دغه هېواد کې سختو بارانونو او زورورو سيلابونو ۱۰۳۳ کسان وژلي او ۱۵۲۷ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

خبر وايي، چې د دغه هېواد په سيند ايالت کې تر ټولو سخت سيلابونه راوتلي او د جون له ۱۴مې نېټې راهيسې يې په دغه ايالت کې ۳۴۷ کسان وژلي او ۱۰۰۹ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

خبر زياتوي، چې يادو سختو سيلابونو په پاکستان کې ګڼ کورونه هم ړنګ کړي، سړکونه او پولونه يې نړولي او زيات څاروي يې وژلي دي.

(مينه)