د ترکیې رسنیو د اګست په ۲۸مه نېټه خبر ورکړی، چې یونان د S-300 هوايي دفاعي سیسټم په کارولو د ترکیې جنګي الوتکې په نښه کړي او دا يې د يونان د دښمنۍ کړنه بللې ده، خو يونان د ترکيې دا ادعا رد او بې بنسټه بللې ده.
د ترکيې انادولو خبري اژانس د روانې میاشتې په ۲۸مه نېټه راپور ورکړی، چې د یونان کړنې د شمالي اتلانتیک تړون له روحیې سره سمون نه لري او دا د ناټو د اړوندو اصولو له مخې، د "دښمنۍ عمل" بلل کېږي.
د یونان دولتي راډیو او ټلویزیون خبر ورکړی، چې د یونان د S-300 هوايي دفاعي سیسټم د ترکیې F-16 جنګي الوتکې هيڅ نه دي په نښه کړي.