په امريکا کې له ۱۷ زرو څخه ډېر کسان پر مانکيپوکس اخته شوي
CMG2022/08/29 10:49:37
شريکول:

د امريکا د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د اګست په ۲۶مه نېټه تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په دغه هېواد کې له ۱۷ زرو څخه ډېر کسان پر مانکيپوکس ويروس اخته شوي دي.

کیپیټل هیل ورځپاڼې د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه په یوې مقالې کې ويلي، چې په امريکا کې د مانکیپوکس ويروس له رامنځته کېدو راهیسې، د دغه هېواد فدرالي حکومت د کرونا وبا ضد د مبارزې ناکامې تېروتنې بيا تکرار کړي او کافي بودیجه يې نه ده لګولې، چې له امله يې په دغه هېواد کې مانکیپوکس ناروغي هم په خورېدو ده.

په ياده مقاله کې ويل شوي، چې د مانکيپوکس ویروس د ازموینې او درملنې میتودونه او له دغه ويروس د خونديتوب واکسینونه شته، خو د امريکا حکومت د مانکيپوکس د مخنیوي او کنټرول مهم وخت له لاسه ورکړی او پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر د زياتېدو او د واکسین ویش د شاتګ او ګډوډۍ په حال کې دی.