د چين په بندرونو کې د کانټينرونو اندازه زياته شوې
CMG2022/08/29 14:09:06
شريکول:

د حمل او نقل د تضمين په چارو کې د چين د دولتي شورا د لارښوونکې ډلې دفتر خبر ورکړی، چې د اګست په ۲۸مه نېټه په دغه هېواد کې د اورګاډيو له لارې د مالونو د لېږد رالېږد شمېر ډېر لوړ و او د لېږدولو اندازه يې۱۰ ميليونو او ۵۱۹ زرو ټنو ته رسېدلې، چې د تېرې مياشتې د شمېرې په پرتله ۰.۷ سلنه زياتوالی ښيي.

ياد دفتر د چين پر سړکونو د تګ راتګ باروړونکو موټرونو شمېر ۶ ميليونه، ۳۲۱ زره او ۷ سوه ښودلی، چې د تېرې مياشتې د شمېرې په پرتله ۱۱.۳۸ کموالی ښيي.

خبر زياتوي، چې د چين په بندرونو کې د لېږد رالېږد مالونو اندازه ۳۲ ميليونه او ۹۴۴ زرو ټنو ته رسېدلې، چې د تېرې مياشتې د شمېرې په پرتله ۰.۵ سلنه زياتوالی ښيي او د حمل او نقل کانټينرونو اندازه ۷۴۸ زرو ټنو ته رسېدلې، چې دا بیا د تېرې مياشتې د شمېرې په پرتله ۴.۳ سلنه زياتوالی ښيي.

(مينه)