پر افغانستان د امريکايي ډيموکراسۍ اغېزې
CMG2022/08/29 21:06:05
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال اګست کې د کابل فضا

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې اعلان وکړ چې له افغانستانه به د خپلو ځواکونو وتل د همدې کال د مې په لومړۍ نېټه پیل شي. دغه وتل، چې څلور میاشتې یې دوام وکړ، افغانستان ته یې ډېر زیانونه واړول. امريکا د کابل په هوايي ډګر کې د افغان کډوالو د وتلو اټکل نه و کړی، په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه د کابل له نړیوال هوايي ډګره په چټکۍ سره وایستل شول، په لسګونو زره افغانان د کابل هوايي ډګر ته ورغلل او هڅه یې کوله چې له امريکايانو سره د هغوی په الوتکه کې لاړشي. څو افغانانو په بې صبرۍ سره د امريکايانو د الوتکو پر باندنۍ برخو ځانونه ونښلول، په الوتکه کې هغه امریکايي سرتېري چې غوښتل یې بېرته وطن ته لاړ شي او له الوتکې بهر هغه افغانان چې نه یې غوښتل په خپل وطن کې پاتې شي. هغه څو افغانان چې د امريکايانو د الوتکو په باندنۍ برخو يې منګولې نښلولې وې، د الوتنې پرمهال راوغور ځېډل او ژوند يې له لاسه ورکړ.

د افغانانو احساسات ګډوډۍ شوي او عامل یې امريکايي شکله ډیموکراسي ده چې د دغه هېواد له خوا پر افغانستان تپل شوې وه.

د ۲۰۰۱ کال اکتوبر امریکا په افغانستان کې جګړه پیل کړه او د واک سیاست ته یې وده ورکړه

د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه افغانستان ته سرتیري واستول. د وخت نظام يې ړنګ کړ او هلته يې د خپلې خوښې ډيموکراټيک نظام رامنځته کړ، امريکا په زور په افغانستان کې د "امریکايي شکله ډیموکراسۍ" پلې کړه، هڅه يې وکړه چې افغان حکومت د امريکا له ګټو سره سم کنټرول کړي او د خادم په توګه ترې کار واخلي.

امريکا په افغانستان کې د "ډيموکراټیک بدلون" په بهیر کې د دغه هېواد ملي عنعناتو ته درناوی ونه کړ او د افغانانو اړتیاوې یې له پامه وغورځولې. امريکا په ځینو ښارونو کې د خپلې خوښې "ډیموکراسۍ" ته وده ورکړه، مګر په کلیوالو سیمو کې یې پېچلی قبیلوي سیسټم له پامه وغورځاوه او دا کار د بې شمیره ټولنیزو شخړو رامنځته کېدو لامل شو. په افغانستان کې د امریکا له خوا د شلو کلونو لپاره ترویج شوې "ډیموکراسي" یوازې د ځينو ښارونو ټولنې ظاهرا عصري کړې ، په داسې حال کې چې په پراخو کلیوالو سیمو کې، امريکا د دغه هېواد ضد وسله والو ځواکونو د له منځه وړلو لپاره بې شمیره ړانده هوایي بریدونه ترسره کړل، ځايي خلکو د امریکایانو د راتګ پر وړاندې په مقاومت لاس پورې کړ، پر دې سربېره، امریکا په افغانستان کې مذهبي نظام لپاره هېڅ خواخوږي نه لري، بلکې غواړي چې د بېلابېلو قوتونو تر منځ شخړې رامنځته کړي.

په افغانستان کې د امریکا له خوا رامنځته شوې "ډيموکراټیک نظام" ونه توانید چې د افغانستان ټول خلک سره متحد کړي.

افغان ځوانان چې تر شل کلنې جګړې او امریکايي شکله ډیموکراسۍ کې لوی شوي، څه وکړي؟

د یو انسان به څو «شلې» عمر ولري؟ د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې چې امریکا په افغانستان کې د خپلې خوښې«ډموکراټیک» نظام راوستلی و، په هغه وخت کې د افغانستان ماشومان او ځوانان د نن ورځې ځوانان او د منځني عمر لرونکو خلکو ته وده کړی. په دې شلو کلونو کې دغو کسانو  خپل د ژوند ارزښت نظريې جوړې کړې، چې په ښارونو کې کوچنيانو او ځوانانو په عادي ډول د لويديځو هېوادونو تعليم منلی، خو په کليوالو سيمو کې ځوانانو په جګړه کې ژوند کاوه.

امریکا خپل پوځونه ایستلي او د افغانستان ځوان او منځني عمر لرونکي کسان اوس هم له خپل وطن سره مینه لري، خو د دوی لپاره د نوی نظام او نوی بیرغ سره نه دی عادت شوی . نو کله چې د امریکا پوځ له افغانستانه ووت، نو ډېرو افغان ځوانانو او د منځني عمر خلک له بېلابېلو لارو له هېواده ووتل.

نن ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې تر لسو میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي، دوی د خپل وطن د بیارغونې په اړه فکر کوي او غواړي پکې خپل خدمت وکړي، خو په افغانستان کې "ډیموکراسۍ" او اوسنی نظام يو له بل سره توپير لري. هغه "ډموکراټیک" نظام چې امریکا شل کاله مخکې د افغانستان د ملي عنعناتو په پام کې نیولو پرته پر افغانستان تپلی و، بدې پايلې يې لاهم پاتې دي.