د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون څېړنيزه غونډه بې پایلې پای ته ورسېده
cmg2022/08/29 11:12:26
شريکول:

د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون ۱۰مه څېړنيزه غونډه د اګست د ۲۶مې نېټې په شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې بې پايلې پای ته رسیدلې ده.

د بې وسلو کولو په چارو کې د چين استازي لي سونګ د غونډې د پای په مراسمو کې وويل، چې که څه هم د غونډې ګډونوال کومې نهايي پایلې ته نه دي رسيدلي، خو ټول د پيچلو تضادونو او توپيرونو د لېرې کولو په موخه د ګډې نظريې په لټه دي او دا هڅې يې د اټومي وسلو د نه خپرېدو د نړیوال سیسټم پر وړاندې له سختو ننګونو سره د مقابلې لپاره ستر اهمیت لري.

 لي سونګ د غونډې ګډونوالو ياده هڅه د ګډ امنيت او څو اړخيزم مفکورې يو مهم عمل بللی دی.