په سه چوان کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د چين د سولې او يووالي هڅوونکې غونډه تر سره شوه
cmg2022/08/29 14:38:44
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال لپاره د چين د سولې او يووالي هڅوونکې غونډه د اګست په ۲۷مه نېټه په سه چوان ولایت کې تر سره شوه.

په يادې غونډې کې د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو او سیمو د څه دپاسه ۳۶۰ سازمانونو شاوخوا ۳۰۰۰  استازو په آنلاین او آفلاین ډول برخه اخیستې وه.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال او د چين د سولې او يووالي د هڅولو ټولنې مرستيال جنګ جيان بانګ هم په يادې غونډې کې برخه اخيستې وه او د سولې په تړاو يې يوه ويډيويي وينا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې د تايوان له خپلواکۍ غوښتونکو سره ټينګ مخالفت او د چين د سولې او يووالي هڅونه د چين دننه او بهر د ټولو چينايانو ګډ غږ او اعزازي چارې دي.

 په ياده غونډه کې د چنګ دو اعلاميه هم تصويب شوه او پر دې پکې ټينګار شوی، چې هيڅوک د يو چين پېژندنې اصل نه شي ننګولی او نه هم د تایوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د سوله ييز پرمختګ پر وړاندې خنډونه جوړولی شي.