چین د اقتصاد ثابت پرمختګ ساتلی
CMG2022/08/29 14:58:24
شريکول:

د سږ کال د تېرو اوو میاشتو په اړه د چین اقتصادي شاخصونه څو ورځې مخکې خپاره شول. او ډېر پام يې راخپل کړ. اوس په ګردې نړۍ کې بې ساري بدلون روان دي او د کرونا وبا منفي اغېزې لا هم خپرېږي. چین د ۱۲۰ هېوادونو او سیمو تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی، نو د چین د اقتصاد راتلونکي تمایل له نړیوال اقتصاد سره نږدې اړیکې لري.

د چین د احصایې دولتي ادارې یو څېړنیز ګروپ له کرونا وبا سره د بېلابېلو هېوادونو د مقابلې د مختلفو تګلارو له کبله د اقتصاد زیانونه وشمېرل او نتیجه ښيي چې له ۲۰۲۰م کال څخه  د ۲۰۲۲م کال تر لومړۍ نیمايي پورې د چین اقتصادي زیانونه ۲.۳ سلنه وو، د جاپان اقتصادي زیانونه۳،۹ سلنه وو، د جرمني او فرانسې اقتصادي زیانونه شاوخوا۵،۵ سلنه وو، او د امریکې او برېټانیې اقتصادي زیانونه ۵.۹سلنې ته رسېدلي.

له دغو پایلو څخه ښکاري، چې د کرونا وبا ضد د چین د مبارزې جدي تګلارې ډېرې اغېزناکې دي او د دغې وبا له امله د مړینې انډول د ټيټولو او د اقتصادي زیانونو د کمولو موخې يې عملي کړې دي. د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د نړۍ د عمده او مطرح اقتصادونو د زیاتوالي وړاندوینې راټيټې شوې، خو د چین د صادراتو شمېرې پورته تللې دي.

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس شمېرې ښيي، چې چین په ۲۰۱۹م کال کې د ګردې نړۍ د توکو په عمومي صادراتو کې ۱۳ سلنه برخه ونیوه، او د ۲۰۲۱م کال په پای کې دغه شمېر يې ۱۵ سلنې ته لوړ شوی دی. په ۲۰۲۰م کال کې کله چې کرونا وبا تازه رامنځته شوه، د امریکې له وارداتو شویو ماسکونو څخه ۸۳ سلنه برخه د چین لخوا تولید شوي، دوه پر درېیمه محافظتي جامې او د کرونا ضد واکسین د زېرمه کولو لپاره د بکس يخچالونو ۹۰ سلنه واردات يې له چین څخه  ترسره شوي دي. ویل کېږي، چین په کور دننه د کرونا وبا ښه وقايوي اقدامات او کنټرول کړی، د تولید او عرضې ځنځیر يې ساتلی او د چین تولیداتو د کرونا وبا ضد د نړیوالې مبارزې، د نړیوالو د تولید او ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بنسټیز رول لوبولی دی.

د چین د سوداګرۍ وزارت څو ورځې مخکې یوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې د روان کال په تېرو ۷ میاشتو کې چین کې ۷۹۸ میلیارده، ۳۳۰ میلیونه یوانه بهرنۍ پانګونه شوې او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۷،۳ سلنه زیاته شوې. له دې څخه ښکاري، چې په پېچلي نړیوال وضعیت کې، د چین ثابتې تګلارې او چاپېریال ډېر جلبوونکي دي.

یاده شمېره ښيي، چې امریکا، جاپان، د کوریا جمهوریت او جرمني په چین کې د پانګونې په لېست کې لومړي څلور مقامونه نیسي. په دغو اوو میاشتو کې په چین کې د امریکايي شرکتونو پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله۳۶،۳ سلنه زیاتې شوې دي.

د AmCham China  سازمان د سږ کال لپاره په چین کې د امریکايي تصدیو د مېشت کېدو سپين کتاب خپور کړ او له مخې يې، له دوه پر درېیمې برخې زیات غړي شرکتونه چین خپل مهم بازار بولي.

د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په چین کې د مصرفي توکو د بیې انډول (CPI) د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱،۷ سلنه لوړ شو او دغه حجم د اروپايي او امریکايي هېوادونو په نسبت ډېر ټيټ ښيي.

د چین د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون د مستقیمې پانګونې د څېړنیز مرکز مشر لو جین یونګ وویل، په داسې حال کې چې نړیوال اقتصاد او بازار د کمزورېدو په حال کې دی، چین نړۍ ته مثبته هیله او امید وړاندې کړي دي.