ایران: د اټومي تړون د بيا پلي کېدو په تړاو پاتې مسئلې حساسې او مهمې دي
CMG2022/08/29 10:49:03
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اګست په ٢٨مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد د اټومي تړون د بيا پلي کېدو په تړاو زياتره مسئلې حل شوي او پاتې مسئلې يې "حساسې، مهمې او پرېکنده" بللې دي.

ناصر کنعاني په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې ايران د اټومي تړون د خبرو اترو مقابل لوري ته د پاتې ستونزو د حل په موخه وړاندیز کړی او د امريکې ځواب يې ترلاسه کړی دی.

نوموړي ويلي، چې ايراني کارپوهان نوموړي وړاندیز ته د امریکې د ځواب د څېړنې په پار ځانګړې غونډه کوي او وروسته به امريکې ته ځواب ورکړي.
کنعاني د امريکې خبرو ته د ځواب ورکولو دقیق وخت نه دی ښودلی، خو تمه يې ښودلې، چې واشنګټن به د تهران مشروع غوښتنې له پامه نه غورځوي.